د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) مشرې روزه اوتنبایوا په ختیځ افغانستان کې د زلزلې له ځپلو خلکو سره د لیدنې پر مهال د هغوی زړورتیا وستایله او څرګنده یې کړه چې د مرستو د وېش په بهیر کې د ښځو ونډه بنسټیز ارزښت لري.
آغلې اوتنبایوا له نړیوالو مرستهکوونکو وغوښتل چې د ژمي له رارسېدو مخکې دې خپلې مرستې زیاتې کړي. هغې په ډاګه کړه: «ملګري ملتونه دا مهال د ۱۳۹ میلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه کوي. که دغه مرسته برابر نه شي، ګڼې کورنۍ به د ژمي له سختو ننګونو ونه ژغورل شي.»
د اګست پر ۳۱مه په ختیځو ولایتونو کې شوې زلزلې سلګونه زره کسان له خپلو کورونو بېځایه کړل او د خلکو پر ژوند او شتمنیو یې پراخ زیان واړاوه. یوناما ټینګار کوي چې د وختي او کافي مرستو برابرول د زرګونو کورنیو د ژوندي پاتې کېدو لپاره حیاتي دي.
د ریښتر په کچه د شپږو درجو دې زلزلې په ځانګړي ډول په کونړ، ننګرهار او لغمان کې دروند زیان اړولی دی. د وروستیو شمېرنو له مخې لږ تر لږه ۲۲۰۰ کسان وژل شوي، شاوخوا ۱۰ زره کسان ټپیان دي او له ۵۰۰ زره زیات کسان بېکوره شوي دي
