د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د وږي ۲۳ – د ۸ بجو خبرونه

د محمودشاه حبیبي ورور وایي، چې افغانستان ته د امریکايي پلاوي د سفر لومړیتوب او له طالب چارواکو سره د دوی لیدنه، د طالبانو له بند څخه د ده دې ورور خلاصون دی.

نوموړی زیاتوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، دوی یې له وړاندې کابل ته د امریکايي پلاوي د سفر له موخې خبر کړي او دغه پلاوي، په هېوادونو کې د امریکايي وګړو د نیول کېدو په اړه د ډونالډ ټرمپ تازه فرمان هم، تر طالبانو رسولی دی.

رویټرز بیا د یوې باخبره سرچینې له قوله لیکلي، چې واشنګټن نړیوالو ژمنو په ځانګړي توګه د برمته نیونې او بشري حقونو په برخه کې د طالبانو د ناسمې پابندی له امله، ناهیلۍ برېښي.