د طالبانو د کډوالو د چارو د عالي کمېسیون لهخوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په تېره اوونۍ کې (د وږي له ۱۵مې تر ۲۱مې) ایران او پاکستان ۹۸۰۰۳ افغان کډوال ایستلي دي.
له دې ډلې ۳۲۲۷۹ تنه له ایرانه او ۶۵۷۲۴ تنه نور له پاکستانه په اجباري او داوطلبانه ډول افغانستان ته ایستل شوي دي.
ویل شوي چې دغه کډوال د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، اسلامکلا او د ورېښمو پله له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر، فیلیپو ګرندي، خبرداری ورکړی و چې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل په داسې وخت کې چې افغانستان د وروستي زلزلهيیز ناورین له درنو پایلو سره لاس او ګرېوان دی او له مخکې له بشري کړکېچ سره مخ دی، پر دې ټولنه دوه برابره فشار اچوي.
ښاغلي ګرندې ویلي: «وروستۍ زلزله په ختیځ افغانستان کې له ۵۰۰ زرو ډېر کسان اغېزمن کړي دي. په داسې شرایطو کې د مرستهکوونکو هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان مرسته حیاتي او د قدر وړ ده.»
سره له دې، د ملګرو ملتونو دغه چارواکي له پاکستاني دولت غوښتي چې د کډوالو د اجباري ستنېدنې طرحه، په ځانګړي ډول د افغان وګړو د شړلو بهیر، ودروي.
د هغه په وینا، افغانستان د سختو اقتصادي او معیشتي ستونزو او د وروستۍ زلزلې د پراخو زیانونو له امله د دې توان نه لري چې د کډوالو د اجباري ستنېدنې څپې په ځان ومني.
