د پاکستان رسنیو د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې یوه ۲۱ کلنه افغانه مېرمن د دغه ایالت په هريپور سیمه کې د پنځو کسانو له خوا د ډلهییز جنسي تېري هدف ګرځېدلې، او تورن کسان نیول شوي دي.
د سیمهییزو پولیسو په وینا، دا پېښه د سپټمبر په ۱۱مه هغه مهال شوې، کله چې یاده مېرمن، چې د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره د کمپ ۱۶ پر لور روانه وه. د قرباني ښځې مېړه له هېواده بهر دی او په یوه کرایي کور کې یې د ښارګوټي په درېیم بلاک کې ژوند کوي.
یو تن، چې “باچا” نومېږي، دغه مېرمن جبراً یوه د جوارو کروندې ته بیولې، او هلته ورسره څلور نور کسان یو ځای شوي او ټولو په ګډه پرې جنسي تېری کړی دی.
د راپور له مخې، قرباني مېرمنه د مقاومت پر مهال د مخ او شونډو په شاوخوا کې ټپي شوې، خو وروسته یې پنځه واړه مظنونان پېژندلي دي.
دغه کسان چې نادم، روزی، خانشېر، جاوېد او نصیر نومېږي، ټول د افغانستان پناهغوښتونکي بلل شوي.
د هريپور د ټراما مرکز د عدلي طب راپور د جنسي تېري پېښه تایید کړې، او تمه ده چې بشپړ عدلي راپور شریک کړي.
پولیس وایي، دا قضیه د پاکستان د جزا قانون له مخې ثبت شوې، او تورن کسان به د لا نورو پلټنو لپاره عدلي محکمې ته وړاندې شي.
