افغانستان امنیت

سرچینې: طالبانو په تخار کې لس تنه د حزب‌التحریر د غړیتوب په تور نیولي

محلي سرچینې وايي، طالبانو لس کسان د دیني غونډو د جوړولو او د عامه ذهنیتونو پر وړاندې د حزب‌التحریر د تبلیغاتو په تور نیولي دي.

د سرچینو په وینا، دغه کسان د جمعې له غرمې وروسته د تالقان ښار په لومړۍ ناحیه کې هغه مهال ونیول شول، چې د حزب‌التحریر په بلنه په یو استوګنځي کې یوه دیني غونډه جوړه شوې وه.

سرچینې زیاتوي، نیول شوي کسان په کورونو کې مذهبي ناستې جوړولې او د لیسو زده‌کوونکي او د پوهنتون محصلین یې د خلافت د فکر پر لور هڅول.

ویل شوي چې څلور تنه لا هم د طالبانو د استخباراتو په زندان کې ساتل کېږي، خو شپږ نور، چې تازه دغو غونډو ته ور بلل شوي وو، د کورنیو په ضمانت خوشې شوي دي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.