په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې د آی اېس آی د پخواني مشر جنرال فېض حمید له سفر وړاندې د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي.اې.اې) مشر هم کابل ته پټ سفر کړی و
منصور احمد خان وايي، فیض حمید د طالبانو په بلنه کابل ته سفر کړی و او د طالبانو د هغه وخت د استخباراتو له مشر نجیبالله او یو شمېر نورو طالب چارواکو سره یې لیدلي وو.
د نوموړي په وینا، دا داسې مهال و چې امریکا او متحدین یې له افغانستان څخه وتلي و، ټولې نړۍ او په ځانړي ډول د افغانستان ګاونډیانو انتظار ویستلو چې په افغانستان کې به څنګه نظام تشکېلېږي؟ هغه مهال پاکستان هم په سوچ کې و او ګڼې پوښتنې یې لرلې چې په افغانستان کې به څه کېږي؟ د پخوا په څېر به کورنیو جګړو خوا ته ځي او که نه یو باثباته حالت به رامنځته کېږي؟ که حکومت جوړېږي نو څنګه حکومت به جوړېږي؟ آیا د پخواني جمهوریت چارواکي به پکې وي که نه؟ د پاکستان د مخالفو کړیو به څه برخلیک کېږي؟ د داعش به څه رول کېږي؟
منصور خان وايي، «پر دغو ټولو پوښتنو بحثونه روان وو، زه خپله هم هلته وم، یوازې مونږ نه وو بلکې د نورو هیوادونو استخباراتي مسوولین هم هلته بوخت ول. زه خپله هم کابل کې وم، یوازې موږ نه وو، بلکې د نورو هېوادونو استخباراتي چارواکي هم هلته بوخت ول. له فېض حمید نه مخکې سي.اې.اې او نورو هم پټ سفرونه کړي ول.»
نوموړي ویلي، دا سفرونه هغه مهال ترسره شول چې امريکا او متحدینو یې له افغانستان څخه خپل پوځونه ایستلي ول او لا هم د کابل د راتلونکي سیاسي جوړښت په اړه بېلابېل ابهامات موجود ول.
د خبریالې د دې پوښتنې، چې آیا د جنرال فیض حمید سفر علني کېدل ستاسو په خوښه و او که نه بند راغلی او له خبریالانو سره مخ شوې، په ځواب کې وویل: د «چایو پیاله» کومه خاصه خبره نه وه. د هوټل په لابي کې له دود سره سم هلته چای ورکول کېږي، نو مونږ هم چای څښلو ته ناست و، چې یوې خبریالې پوښتنه وکړه او هغه ویډیو میډیا ته راووته. هلته یوازې مونږ نه وو، بلکې د نورو هیوادونو استخبارات هم په همدې پیمانه هلته بوخت و، خو دا چې مونږ پاکستانیان وو نو خبره ډنډوره شوه. په پاکستان پسې دلودیځې میډا دا پروپاګنډه پېل کړه چې مونږ د طالبانو ملاتړي یو، ډبل ګېم کوو، د طالبانو په راوستلو کې کلیدي کردار ادا کوو او…
