د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بنت، یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د ښځو پر کار لګول شوي بندیزونه سمدستي لرې کړي.
بنت په یوه پیغام کې چې په اکس (پخوانی ټویټر) کې د یوناما د اعلامیې د تایید په ترڅ کې خپور شوی، ویلي دي چې دی په کلکه د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر له دریځه ملاتړ کوي.
هغه لیکلي دي: “د ښځو د کار ځایونو ته د تګ مخنیوی یا د مرستو د رسولو بندول، یوه بله نښه ده چې طالبان باید تر هغو د نړیوالې ټولنې له لوري عادي ونه ګڼل شي څو چې خپله تګلاره بدله نه کړي.”
طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې ښځې د مرستندویه ادارو له کار، چې د ملګرو ملتونو دفترونه هم پکې شامل وو، منع کړې. تېره اوونۍ بیا طالبانو په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ هم بندیز ولګاوه. د دې اقدام په غبرګون کې، د کډوالو عالي کمیشنرۍ د بېرته راستانه شوو کډوالو لپاره د نغدي مرستو وېش ودرولو.
ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، له طالبانو وغوښتل چې د ښځو پر کار لګولي بندیزونه پای ته ورسوي.
طالبانو له هغه وخت چې په اګست ۲۰۲۱ کې بیا واک ته رسېدلي، د ښځو پر زده کړو، کار او ټولنیز ژوند پراخ محدودیتونه لګولي دي. نړیوالې ادارې وايي، دغو بندیزونو د میلیونونو اړمنو خلکو د مرستو لړۍ له ستونزو سره مخ کړې ده.
