د پیټيآی بنسټګر عمران خان په خیبر پښتونخوا کې د روانو پوځی عملیاتو کې د سمدستي پای غوښتنه کړې او له خپل ګوندي وکیلانو یې غوښتي چې د «خپلو خلکو پر ضد د عملیاتو او ډرون بریدونو» پر وړاندې مقاومت وکړي.
د پنجشنبې په ورځ د هغه په شخصي ایکس حساب کې وویل، چې پخواني واکمن ګوند عوامي نېشنل پارټي (اېاېنپي) په خیبرپښتونخوا کې د دغو پوځی عملیاتو د ملاتړ له امله خبل شهرت له لاسه ورکړی و.
که څه هم خان په زندان کې خپل ایکس حساب ته لاسرسی نه لري، لا څرګنده نه ده چې دغه حساب د هغه پر ځای څوک چلوي.
په دغه حساب کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر په نوم خپور شوي پیغام کې راغلي: «د خپلو خلکو وژل تل د ترهګرۍ د زیاتېدو لامل کېږي.»
په دغه پیغام کې ټولو د خیبر پښتونخوا د صوبایي او ملي اسمبلۍ او سنا غړو ته سپارښتنه شوې چې «راټول شي او د خپلو خلکو پر ضد د دغو عملیاتو او ډرون بریدونو مقاومت وکړي، او د سولې لپاره کار وکړي څو مسایل د خبرو اترو له لارې حل شي.»
خان چې تل یې د پوځي اقدام پر ځای د خبرو ملاتړ کړی، د افغانانو په زور ایستلو هم خواشیني وښوده. هغه وویل: «دغه اقدامات باید سمدستي ودریږي، که نه نو وضعیت به نور هم خراب شي.»
خان همدارنګه د خپلې مېرمنې او خوېندو پر ضد بریدونو ته سخت غبرګون ښکاره کړ، ویې ویل چې هغوی په سیاست کې هېڅ رول نه لري.
هغه زیاته کړه: «علیمه خان یوازې زما پیغام رسوي، خو د هغې پر ضد روان کمپاین د رژیم وېره څرګندوي. بُشره بیګم هېڅکله په سیاسي پرېکړو کې لاسوهنه نه ده کړې، خو یوازې د دې لپاره په انفرادي قید کې ده چې زما مېرمن ده.»
