د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت دفتر(یوناما) له طالبانو غوښتی چې د ښځینه کارکوونکو پر دفترونو د ننوتلو بندیزونه سمدستي لغوه کړي.
دا غوښتنه وروسته له هغې مطرح شوه چې د وږي په ۱۶مه نېټه د طالبانو امنیتي ځواکونو په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفترونو پر دروازو د ښځینه کارکوونکو او قراردادي ښځو د تګ راتګ مخه ونیوله.
یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه محدودیتونه یوازې کابل پورې نه دي محدود، بلکې د دغه سازمان نورو دفترونو ته لکه په هرات او مزارشریف کې هم غځېدلي دي. د یوناما په وینا، د طالبانو امنیتي ځواکونه په ښکاره ډول د ملګرو ملتونو د دفترونو مخې ته ځای پر ځای شوي څو ښځو ته د ننوتلو اجازه ور نه کړي.
ملګرو ملتونو ویلي، دا بندیزونه د ښځینه کارکوونکو د ساحوي سفرونو مخه نیسي او د هغوی د فعالیتونو لړۍ یې ټکنۍ کړې ده. د دې محدودیتونو له امله د زلزلهځپلو سیمو ښځو او نجونو ته د بیړنیو مرستو رسونه، او همدارنګه له ایران او پاکستانه د بېرته ستنېدونکو کډوالو ملاتړ، له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.
یوناما ټینګار کړی چې له نورو ادارو، صندوقونو او پروګرامونو سره په همغږۍ کې یې موقتي عملي تعطیلات راوستي څو د خپلو کارکوونکو امنیت خوندي کړي او د فعالیتونو د دوام لارې ولټوي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دا اقدامات د طالبانو له پخوانیو ژمنو سره په ټکر کې دي او د ختیځ افغانستان په زلزلهځپلو سیمو او د ایران او پاکستان تر منځ پر فرضي کرښه د سلګونو زرو ښځو، نارینهوو او ماشومانو د حیاتي مرستو رسونې بهیر له خطر سره مخ کوي.
په اعلامیه کې ویل شوي، د ښځینه کارکوونکو د تګ راتګ منع کول او د هغوی پر فعالیتونو خنډونه، د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د امتیازونو او خوندیتوب په اړه د نړيوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
سره له دې، یوناما ټینګار کړی چې له طالبانو سره په خبرو بوخته ده څو دغه بندیزونه ژر تر ژره پای ته ورسېږي او د مرستو لړۍ پرته له ځنډه بېرته عادي شي.
