کډوالي

له ایران او پاکستانه ۲۵۶۴ افغان کورنۍ بېرته هېواد ته ستنې شوې

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ د ایران او پاکستان له بېلابېلو لارو ۲۵۶۴ افغان کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، د وږي ۱۹مه نېټه په هرات کې د اسلام‌کلا له لارې ۴۱۱ کورنۍ، په نیمروز کې د ورېښمو له لارې ۱۵۵ کورنۍ، په ننګرهار کې د تورخم له لارې ۱۸۲۰ کورنۍ، په کندهار کې د سپین‌بولدک له لارې ۱۲۸ کورنۍ او په هلمند کې د بهرامچې له لارې ۵۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغو کورنیو د غړو شمېر له ۱۸ زرو زیات دی او له یو شمېر کورنیو سره نغدي مرستې او د لېږد لګښتونه ورکړل شوي دي. یوازې په تورخم کې له ۹۲۵ کورنیو سره نږدې ۷،۹ میلیونه افغانۍ مرسته شوې ده.

سرچینې وايي، د کابل له لارې هم ۶۹۶ کورنۍ خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې او په ټولیز ډول ورته نږدې ۲،۸ میلیونه افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.

د غه کمېسیون زیاتوي، چې د ستنېدونکو کورنیو د ثبت، لېږد او لنډمهاله مېشتېدو ترڅنګ، د پوهاوي پروګرامونه هم ترسره شوي او شاوخوا ۱۲۱۲ سیم‌کارتونه ویشل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو له مخې د بېرته ستنېدونکو افغانانو په منځ کې یو شمېر د پخواني جمهوریت د ادارو کارکوونکي د طالبانو له خوا نیول شوي او د هغوی د برخلیک په اړه اندېښنې شته. د کډوالو د ملاتړ سازمانونه ټینګار کوي، چې بېرته ستنېدونکي باید له هر ډول زور، ګواښ او تعقیب څخه خوندي وساتل شي.