سوداګري

د زړو کاغذي افغانیو زیاتوالی او د نویو پیسو نه چاپېدل

په کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې د زړو کاغذي افغانیو زیاتوالی د خلکو نیوکې راپارولې دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان د نویو پیسو د چاپولو اجازه نه لري.

کابل ښاریان وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د کاغذي پیسو په ځانګړې توګه لس، شل او پنځوس افغانیو نوټونه زاړه شوي او دې موضوع خلک او هټۍ‌وال له ګنو ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل ښار د اوولسمې ناحیې اوسېدونکی سید عظیم درویش وايي: «مشتریان د توکو اخیستو لپاره راځی او زړې افغانۍ لري، موږ اړ یوو چې پیسې یې ترې واخلو؛ خو کله چې بېرته مشتري ته پيسې ورکوو، جنجال کوي چې پيسې زړې دي. ځینې پیسې موږ په خپله په هټۍ کې ترمیموو.»

د کابل هټۍوال وايي چې په ښار او بازارونو کې زړې پیسې زیاتې شوې دي.

احمد چې په کوټه سنګي کې پلورنځی لري په بازار کې د زړو افغانیو د زیاتوالي په اړله د ګیلې په بڼه وايي: «که لس زره افغانۍ کار وکړو، دوه زره یې سمې دي او پاتې نورې زړې دي، ټول هټۍوال له دې ستونزې سره مخ دي.»

یوازې د کابل هټۍوال د زړو پیسو له امله له ستونزو سره مخ نه دي، بلکې د کابل اوسېدونکي هم په موټرو کې له یوه بل ځای ته د تلو پرمهال د کرایې ورکولو پرمهال له دې ستونزې سره مخ دي؛ په داسې حال کې چې د نویو افغانیو په چاپولو کې د طالبانو د بې وسي له امله هره ورځ په بازارونو کې ددغو پیسو شمېر زیاتېږي.

د کابل ښار یو موټر چلوونکی فرید وايي: «زړو افغانیو له ډېرو ستونزو سره مخ کړي یوو او آن هغه وګړي چې زموږ موټر ته پورته کېږي له دې امله چې زړې پیسې راکوي، شخړه او جنجال سره کوو.»

د صرافانو ټولنې ویاند حاجي عبدالرحمن په دې هکله وايي، چې زړو افغانیو د صرافانو، مشتریانو او بانکونو لپاره ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي.

نوموړی زیاتوي: «له دې مخکې په هرو درېیو میاشتو کې نوې پيسې چاپېدلې او زړې پیسې به راټولېدې؛ خو په دې وروستیو کې زړې پيسې نه دي راټولې شوې.»

د صرافانو ټولنې ویاند پر دې په ټینګار سره چې زړو افغانیو هم پېرودونکي او هم صرافان له ستونزو سره مخ کړي وایي: «موږ له مالیې وزارت او د افغانستان بانک سره دا موضوع شریکه کړې او دوی ژمنه کړې چې ډېر ژر به دا ستونزه حل شي.»

که څه هم د آمو ټلویزیون خبریال هڅه وکړه چې د افغانستان بانک له مسوولینو سره اړیکه ونیسي او ددې ستونزې د اواري لپاره د دوی د پروګرامونو په اړه معلومات ترلاسه کړي؛ خو ددې بنسټ مسوولین ځواب ویلو ته حاضر نه شول.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالناصر رښتیا ملاخېل د افغانیو د چاپ موضوع مهمه او اغېزناکه بولي او وايي: «په ټوله نړۍ کې د پيسو د ثبات لپاره مالي ملاتړ ته اړتيا ده، چې په ټوله نړۍ کې بهرني اسعار سره زر تر ټولو مهم ملاتړي بلل کېږی.»

هغه زیاتوي: «د کاغذي افغانیو د زړښت په اړه دوه بحثونه موجود دي؛ لومړی د پیسو د کیفیت ده، او هغه دا چې کاغذي پيسې په کوم کیفیت خپرې شي او دوهمه موضوع په ټولنه کې د پيسو د ساتلو لپاره فرهنګ جوړونه ده. له بده مرغه په افغانستان کې د کاغذي پیسو د ساتلو په برخه کې خلک عامه پوهاوی نه لري.»

افغانستان په داسې حال کې د کاغذي افغانیو له ستونزې سره مخ دي چې اوسمهال د نړۍ په ډېری هېوادونو کې کاغذي پیسې نه کارول کېږي او پر ځای یې بانکي کارتونه یا ډیجیټل پیسې د فزیکي پیسو ځای ناستې شوې دي.

د ډیجیټل پیسو کارول نه یوازې د راکړې ورکړې په معاملو کې د آسانتیا لامل کېږي بلکې د خلکو د شتمنۍ د خوندیتوب لامل هم کېږي.