باوري سرچینې آمو ته وايي، په کندهار ولایت کې د طالبانو امر بالمعروف محتسبینو پلورونکو ته خبرداری ورکړی، چي یوازې دې پر بورقهلرونکو ښځو توکي پلوري او پر هغو ښځو چې حجاب یې اغوستی وي، توکي نشي پلوری.
د سرچینو په وینا، دا د کندهار امربالمعروف رياست له لوري د ښځينه توکو پلورونکو دوکاندارانو ته خبرداری دي چي د سرغړوني په صورت کي به مادي او حبس سزاء وويني.
د تيري يوې اونۍ څخه د کندهار ولايت د ښځينه توکو په بازارونو کي طالب محتسبين گرځي او دوکاندارنو ته سپارښتنه کوي چي بورقهلرونکو ښځو ته به سودا ورکوي خو پر حجاب لرونکو ښځو به توکي نه پلوري.
د طالبانو ددغه رياست کارمندانو دوکاندارنو ته دا هم ويلي چي ښځه د سودا اخيستلو پر مهال بايد هټۍ ته ننوځي نه، بلکي هر څه بايد د هټۍ دباندي واخلي.
بايد وويل شي چي کندهار کي تر نورو ولايتونو سختي ځکه ده چي دا ولايت د ملا هبت الله اخند د فرمانونو لابراتوار دي ځکه هر سختدريزه پريکړه لومړي په کندهار کي پلي کيږي.
