ځايي سرچینو آمو ته ویلي چې طالبان غواړي د کابل ښار د پل سوخته له سیمې څخه د محمد علي جناح روغتون بل ځای ته ولېږدوي.
د سرچینو په وینا، طالبانو د دې روغتون یو شمېر تجهیزات لېږدولي دي؛ خو تر اوسه یې نه دي څرګند کړي چې روغتون به کوم ځای ته لېږدول کیږي.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
د محمد علي جناح روغتون د لوېدیځ کابل یوازینی دولتي مجهز روغتون و، چې د شاوخوا دوه میلیونه وګړو لپاره یې روغتیایي خدمتونه وړاندې کول.
