سرچینو آمو ته ویلي چې په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د یوټیوبرانو او هغو کسانو فعالیتونه چې په ټولنیزو شبکو کې یې کار کولو، په بشپړه توګه درولي دي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو د امر بالمعروف رئیس عبدالکریم فقیر د چهارشنبې سهار له دغو کسانو سره دوه ساعته ناسته کړې ده. ویل کېږي په دې ناسته کې له یوټیوبرانو غوښتنه شوې چې له دې وروسته دې د ویډیوګانو او د ډرامهییزو ټوټو له جوړولو ډډه وکړي، که نه نو د طالبانو د محتسبانو له غبرګون او مجازاتو سره به مخ شي.
تر ناستې وروسته د یوتیوبرانو یوې ډلې په یوه ویډیو کې چې په فیسبوک خپره شوې، ویلي دي چې دا د دوی وروستۍ خپرونه ده. هغوی زیاته کړې چې د طالبانو د امر بالمعروف د قانون د اوولسمې مادې له مخې نور اجازه نه لري چې په دې برخو کې فعالیت وکړي.
په یاده ماده کې د ژوندي موجوداتو د انځور خپرول منع ګرځول شوي دي.
