د برتانیې شهزاده هري د خپل خیریه بنسټ آرکیویل فاونډیشن له لارې ۵۰۰ زره ډالر مرسته کړې ده، څو د اوکراین او غزې هغه ماشومان چې د جګړو له امله ټپیان شوي، د مصنوعي غړو او نورو طبي خدمتونو څخه برخمن شي.
د هري دفتر ویلي چې مرسته به په درې برخو ووېشل شي. د روغتیا نړیوال سازمان ته به ۲۰۰ زره ډالر ورکول کېږي څو د غزې ناروغان د درملنې لپاره اردن ته انتقال کړي. د ماشومانو د خوندیتوب سازمان به ۱۵۰ زره ډالر ترلاسه کړي چې په غزه کې د بشري مرستو لړۍ روانه وساتي. همدارنګه ۱۵۰ زره ډالر د ټپونو د چاودنو د څېړنې مرکز ته ځانګړي شوي چې د مصنوعي غړو د جوړولو او څېړنو بهیر لا پیاوړی کړي.
شهزاده هري چې د لندن په امپیریل کالج کې د یاد مرکز لیدنې ته ورغلی و، وویل:
«غزه اوس په نړۍ کې د ماشومانو د غړو پرې کېدو تر ټولو لوړه کچه لري. دا ستونزه یوازې یوه اداره نه شي حل کولای. د حکومتونو، طب، ساینس او بشري بنسټونو ګډ کار ته اړتیا ده، څو ماشومان ژوندی پاتې شي او له ټپونو وروسته بېرته ورغېږي.»
هري چې ۴۰ کلن دی، لس کاله یې د برتانیې په پوځ کې تېر کړي او دوه ځله افغانستان ته تللی دی. هغه د جګړو د ټپي پوځیانو د ملاتړ لپاره د اینویکټس ګېمز نړیوالې سیالۍ هم پیل کړې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم، چې په دې لیدنه کې د هري ملګری و، د هغه هڅې وستایلې او ویې ویل:
«دا یوازې د پیسو مرسته نه ده، بلکې هغه ژمنتیا او مینه ده چې هري یې له ټپي ماشومانو او انسانیت سره لري.»
