رسنۍ

د یوې افغانې خبریالې په نوښت یوه نوې رسنۍ پرانیستل شوه

انځور- ارشیف څخه

د یوې افغانې خبریالې په نوښت د افغانستان او نړۍ په اړه یوه نوې رسنۍ، کابل ټربيون (KT) په فعالیت پیل وکړ.

کابل ټربيون وايي چې هدف یې د کره، متوازن او پر حقایقو ولاړ خبرونه او مطالب خپرول دي. دا نوښت د یوه مسلکي ټیم له لوري رامنځته شوی چې مشري یې افغان خبریاله بهشته ایوبي کوي.

اغلې ایوبي، چې اوس په اسټرالیا کې اوسیږي، پخوا یې د پژواک خبري اژانس او د افغان ښځینه خبریالانو د خوندیتوب مرکز (CPAWJ) سره د خبریالې په توګه کار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو د دادخواهۍ مرکز په خپل راپور کې ویلي چې د طالبانو د څلورو کلونو واکمنۍ وروسته د افغانستان قضایي نظام او رسنۍ سختې ویجاړې شوي او د خلکو د عدالت او معلوماتو لاسرسی محدود شوی دی.

یاد راپور د انګلستان د کمبریج پوهنتون د حقوقو له پوهنځي سره په ګډه د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپور شوی دی.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۱م کال د اګست له میاشتې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د هېواد رسمي حقوقي او عدلي جوړښتونه له منځه تللي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د پخواني دولت قوانین پر شا شوي او طالبانو خپله سخت دریځې تفسیر د اسلامي شریعت عملي کړې ده.