افغانستان

ننګرهار کې د ستونزو له امله ۱۶۸ ګونګيانو ښوونځی پرېښی

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې نه یوازې د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي بلکې د ستونزو له امله لږ ترلږه ۲۰۰ ګونګیان له زده کړو بې برخې دي.

په جلال اباد ښار کې د ګونګيانو لپاره یوازې یو ځانګړی ښوونځی موجود دی، چې د مسوولینو په وينا يې څه باندې ۲۰۰ ګونګیانو او نابينایانو په کې زده کړه کوله.

د یاد ښوونځي آمر سميع‌ الله مفتون وایي، دغه شمېر زده کوونکو کې له دوی سره ۶۰ نجونې هم زده کړې کوي.

مفتون زیاتوي، له دوی سره د ۱۸ نابينایانو او شاوخوا ۱۵۰ ګونګيانو له دې امله زده ‌کړې پرېيښې، چې د تګ راتګ لپاره يې ټرانسپورټي اسانتياوې نه لرلې.

نوموړی وايي، که د دغو زده‌کوونکو د ټرانسپورټ ستونزه حل نشي، نو ښايي په راتلونکي کې د ټولنې د اوږو بار شي.

هغه زیاتوي: «موږ سره په دې ښوونځي کې شاوخوا ۲۰۰ ګونګيان او نابينایان په زده کړو بوخت وو، په دوی کې ۶۰ نجونې هم دي، خو له بده مرغه چې ډېرو ښوونځی پرېښود.»

مفتون وايي، په دغه ښوونځي کې ګونګيانو ته د ليک لوست پر زده ‌کړو سربېره، کسب هم ور ښيي، چې په راتلونکي کې ګونګيان د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار نه بلکې د ځان لپاره خپله کار وکړي او ژوند ترسره کړي.

دغه‌ راز د دې ښوونځي د يوې زده‌کوونکې نيا وایي، چې هره ورځ خپله لمسۍ تر ښوونځي رسوي.

بي ‌بي صبرجانه وایي: «زه زړه یم، خو هڅه کوم، چې په خپله لمسۍ که ګونګۍ هم ده زده کړې وکړم، کله پلې او که په رېکشا کې ورسره ځم، کرایه نه وي مجبوره یم پیاده لاړه شم.»

 تورپېکۍ، چې د دې ښوونځي زده‌ کوونکې ده وايي، د ښوونځي د ودانۍ او ټرانسپورټ نشتوالی يې لويې ستونزې دي.

هغې له طالبانو وغوښتل، چې د نجونو ښوونځیو د خلاصون ترڅنګ دې دوی ته هم لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه وایي: «زه هره ورځ په سخت حالت کې ستړې ښوونځي ته په خپلو پښو ځم د رېکشا پيسې نه وي. طالبان دې د نورو روغو نجونو ترڅنګ موږ ته هم اسانتیاوې برابرې کړي.»

اخوا، د ننګرهار د تخنيکي او مسلکي زده ‌کړو امر انجينر فضل‌ باري د ګونګيانو او نابينايانو ستونزې مني او وایي له يو شمېر نړيوالو ادارو سره يې خبرې کړې او هیله لري، چې په دې برخه کې به له دوی سره مرسته وکړي.

ننګرهارکې له کلونو راهیسې د ګونګیانو لپاره د اشاره يي ژبې او لیک لوست د زده کړې یو ښوونځی فعالیت لري، چې له دولسم ټولګي پورې په کې زده کړې ورکول کیږي.

ګونګیان په یاده موده کې له اشارې ژبې پرته په بشپړه توګه په لیک او لوست پوهیږي.

د مالوماتو له مخې د ختيځ زون په کچه د ګونګيانو په ټولنه کې ۳۰۰۰ ګونګيان ثبت دي چې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.