د بښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو له بشري حقونو شورا غوښتي چې ژر تر ژره د افغانستان د تېر او روانو جرمونو د څېړلو لپاره یو خپلواک نړیوال جوړښت رامنځته کړي.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا جوړښت باید د بشري حقونو د سرغړونو شواهد راټول کړي، خوندي یې کړي او ویې څېړي، او دا دوسیې د “عادلانه او خپلواکو محاکمو” لپاره چمتو کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې طالبان پر خلکو د سختو بندیزونو دوام ورکوي او د ښځو او نجونو پر حقونو بریدونه کېدای شي د “بشریت ضد جرمونو او جنسي ځورونې” په توګه وپېژندل شي.
بښنې نړیوال سازمان زیاتوي هغه کسان چې د طالبانو له تګلارو او کړنلار سره مخالفت کوي د خپلسري نیونو، بند او اجباري ورکېدلو سره مخ دي.
یاد سازمان ټینګار کړی چې د طالبانو کړنې افغانان له خپلو بنسټیزو حقونو بېبرخې کړي او په ځانګړي ډول پر ښځو او د قومي او مذهبي لږکیو پر وړاندې توپیر کوي.
په خبرپاڼه کې د یوناما د یوه راپور یادونه هم شوې چې د روان کال په لومیو میاشتو کې خپور شوی و. په هغه راپور کې ویل شوي چې طالبانو د بدخشان په ولایت کې لږ تر لږه ۵۰ اسماعیلي نارینه د جنورۍ او فبرورۍ ترمنځ د سني مذهب منلو ته اړ کړي دي.
د یوناما د موندنو له مخې، هغه کسان چې د مذهب له بدلولو یې ډډه کړې، وهل شوي یا د مرګ ګواښ ورته شوی او د هغوی ماشومان د سني دیني ښوونځیو ته د تګ لپاره اړ ایستل شوي دي.
بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د بشري ناورین حالت د طبیعي پېښو لکه د وروستۍ زلزلې له امله لا پسې سخت شوی، او ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان، د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل کړی دی.
دغه سازمان زیاتوي چې د دې کړنو تر ټولو ډېر اغېز د پخواني حکومت پر چارواکو، خبریالانو او د طالبانو پر مخالفانو شوی چې له پراخو بشري سرغړونو سره مخامخ دي.
بښنې نړیوال سازمان وايي د افغانستان د بشر د حقونو دا ناوړه حالت د “له سزا معافیت دود” پایله ده چې له څلورو لسیزو راهیسې روان دی، او یوازې د خپلواک حساباخیستنې جوړښت له لارې یې مخه نیول کېدای شي.
دغه سازمان له د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو له شورا غوښتي چې د افغانستان د بشر د حقونو د سرغړونو دوسیو ته د “ژر او عادلانه رسېدو” لپاره بېړني ګامونه واخلي.
