یو برازیلي میلیاردر چې هیڅکله یې د فوټبال ستوری نیمار دا سیلوا سانتوس له نږدې نه و لېدلی، نوموړی د خپلې ټولې شتمنۍ یوازینی وارث ټاکلی دی.
راپورونه وايي چې دا پرېکړه د ۳۱ کلن برازیلي سوداګر لخوا په رسمي ډول د ۲۰۲۴ کال د جون په ۱۲مه نیټه په پورتو الېګر ښار کې په یوه وصیتنامه کې ثبت شوې ده. نوموړی سوداګر چې هېڅ اولاد نه درلود، د روغتیايي ستونزو له کبله یې دغه وصیت کړی و. دا پرېکړه یې د یو دولتي شاهد او دوو نورو عیني شاهدانو په شتون کې ثبت کړې ده.
که څه هم د یاد سوداګر د شتمنۍ کره اندازه لا نه ده څرګنده، خو ځايي رسنۍ وايي چې د هغه ټوله شتمني، چې په کې ځمکې، ودانۍ او د څو لویو شرکتونو سهمونه شامل دي، شاوخوا ۷۵۲ میلیونه پونډ ارزښت لري. اوس دغه میراث د برازیل محکمې ته د ارزولو او رسمي تصدیق لپاره وړاندې شوی دی.
د وصیتنامې په متن کې، سوداګر روښانه کړې چې دا پرېکړه یې پرته له دې چې څوک پرې فشار راوړي یا یې وهڅوي، په بشپړه ذهني سلامتۍ او په خپله خوښه کړې ده. د نيمار د وارث ټاکلو دلیل یې داسې بیان کړی: “زه او نيمار ظاهراً سره ورته ښکارو. کله چې نيمار له خپل پلار سره وي، ما ته خپل پلار رایادېږي.”
نيمار، چې اوس مهال شاوخوا ۱.۰۱ میلیارد ډالر شتمني لري، که دغه میراث ترلاسه کړي، نو شتمني به یې نږدې دوه برابره شي. خو تر اوسه پورې نيمار رسمي ځواب نه دی ورکړی او ویل کېږي چې د ممکنه قانوني او ټولنیزو پایلو له کبله له احتیاطه کار اخلي.
برازیلي محکمه به د میراث پروسه یواځې هغه وخت رسمي کړي، که نيمار دا شتمني ومني.
