د روغتیا نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې د ښځینه مرستندویانو پر تګراتګ او فعالیتونو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي، څو له مرګژوبلې ډکې زلزلې وروسته زیانمنو ښځو ته بېړنۍ طبي مرستې ورسېږي.
د دغه سازمان د افغانستان د دفتر مرستیالې، ډاکټر مکته شارما ویلي چې په اغېزمنو سیمو کې د ښځینه طبي پرسونل شمېر اندېښمن حد ته راټیټ شوی، چې دې چارې روغتیایي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی سخت محدود کړی.
شارما زیاته کړې: “شاوخوا ۹۰ سلنه طبي کارکوونکي نارینه دي، او پاتې لس سلنه ښځې هم تر ډېره نرسانې یا قابلهګانې دي، نه تخصصي ډاکترانې.” نوموړې وايي، ښځې له نارینه ډاکترانو سره تعامل او خبرو زړه نه ښه کوي، چې له امله یې زرګونه ناروغانې بې درملنې پاتې دي.
د سپټمبر پر لومړۍ نېټه د افغانستان ختیځ کې یوې ۶ درجې زلزلې ۲۲۰۰ کسان ووژل، له ۳۶۰۰ زیات یې ټپیان کړل او زرګونه نور یې بېسرپناه کړل. دا پېښه داسې مهال رامنځته شوه چې افغانستان لا له وړاندې له بشري ناورین، د نړیوالو مرستو له کمښت او د ښځو پر کار کولو له بندیزونو سره مخ و.
د طالبانو حکومت په ۲۰۲۲ کال کې د ښځینه روغتیايي او مرستندویه کارکوونکو فعالیتونه تر ډېره بند کړي. که څه هم په ځینو برخو کې محدودې استثناوې ورکړل شوې، خو د نړیوالو ادارو په باور دا استثناوې کافي نه دي، په ځانګړي ډول د بېړنیو حالاتو پر مهال.
شارما وايي، د محرم (نر سرپرست) شرط لا هم پخپل ځای دی، او طالبانو تر اوسه کوم رسمي معافیت نهدی اعلان کړی. نوموړې زیاتوي: “موږ له چارواکو سره دا موضوع تېره اونۍ یاده کړه، او ټینګار مو وکړ چې دا حالت له ښځینه طبي کارکوونکو پرته نه شي مدیریت کېدای. باید اجازه راکړل شي چې ښځینه کارکوونکې له نورو ولایتونو راولو.”
د کونړ ولایت د سومې ولسوالۍ یو اوسېدونکي، پیر ګل وايي، ډېری ښځې د زلزلې له امله له شدیدو رواني ستونزو، لوړ فشار او نورو جدي طبي ناروغیو سره مخ دي، خو په سیمه کې یوازې یو نارینه ډاکټر شتون لري او هېڅ ښځینه متخصصه نشته.
د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه لري چې د طالبانو له خوا د ښځینه زدهکوونکو د تعلیم بندیزونه به د راتلونکي لپاره د ښځینه ډاکترانو لړۍ بنده کړي، ځکه چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې لا هم تړلې دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، نږدې ۱۱،۶۰۰ حامله مېرمنې هم له دغې زلزلې اغېزمنې شوې دي – په داسې هېواد کې چې د مور مړینې کچه د سیمې په کچه تر ټولو لوړه بلل شوې ده.
د امریکا د حکومت له خوا د مرستو کمښت د افغانستان روغتیایي سیستم لا ډېر زیانمن کړی. یوازې سږ کال، د زلزلې له امله یا د تمویل د نشتوالي له کبله، له ۸۰ زیات روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي.
