ورزش

پاکستان د افغانستان او سریلانکا پر وړاندې د درې اړخیزه لوبلړۍ کوربه‌توب کوي

Photo: ACB

ټاکل شوې ده چې له نړیوال جام سیالیو وړاندې، پاکستان د سریلانکا او افغانستان پر وړاندې د درې اړخیزې شل اوریزو لوبلړۍ کوربه‌توب وکړي. دغه لوبلړۍ به د نومبر له ۱۷مې تر ۲۹مې پورې ترسره شي.

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، چې د دغې لوبلړۍ د کوربه توب لپاره چمتو دی. دا لوبې به د دریو ټیمونو لپاره د راتلونکي کال د نړیوال جام (چې په هند او سریلانکا کې ترسره کېږي) مهم چمتووالی وي.

لومړۍ لوبه به د نومبر په ۱۷مه نېټه د پاکستان او افغانستان ترمنځ په راولپنډۍ کرکټ سټېډیم کې ترسره شي. که څه هم افغانستان مخکې په پاکستان کې پنځه یو ورځنۍ لوبې کړي، خو دا به د دوی لومړۍ شل اوریزه لوبه وي چې په پاکستان کې یې ترسره کوي.

د نومبر په ۱۹مه نېټه سریلانکا به له افغانستان سره په راولپنډۍ کې مخامخ شي، او د لړۍ پاتې لوبې او پایلوبه به په لاهور کې ترسره شي.

دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې پاکستان سویلي افریقا ته د سفر اعلان کړی و چې د اکتوبر – نومبر په میاشتو کې به د درې واړو فارمټونو لوبې پکې شاملې وي.

د پاکستان کرکټ بورډ اجرایي رئیس، سمیر احمد سید، د دې لړۍ په اړه خوښي وښوده. هغه وویل: «موږ له سریلانکا او افغانستان سره د پاکستان د لومړۍ شل اوریزې درې اړخیزې لوبلړۍ د کوربه توب لپاره ډېر خوښ یو. دا سیالۍ به نه یوازې د راتلونکي نړیوال جام لپاره غوره چمتووالی وي، بلکې مینوالو ته به په بېلابېلو لوبغالو کې د زړه راښکونکې کرکټ فرصت هم برابر کړي.»