د خوست امنیه قومندانانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې باید خلک د کرکټ د لوبې بریا پرمهال په عامه ځایونو کې د لمانځلو څخه ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د برياوو پر مهال د خوست ښار په مرکزي سیمو کې د خلکو پراخې راټولېدنې لیدل شوي وې.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان ملي لوبډله نن ماښام د درې اړخیزې سیالۍ په پای لوبه کې د پاکستان پر وړاندې میدان ته ځي.
