سیهایزې سرچینې وايي، د الطاف په نوم یو ۱۷ کالن ځوان د کابل د سروبي په سیند کې د لامبو پر مهال ډوب شوی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
سرچینې زیاتوي، دا پېښه نن شنبې د سروبي ولسوالۍ په مشعلي کمر سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې وايي چې د سیند اوبو د الطاف جسد له ځانه سره وړی دی او تر دې دمه لا جسد نه دی موندل شوی.
سرچینې همدارنګه وايي چې الطاف د کابل اوسېدونکی و او د پېښې په وخت له کابل څخه ننگرهار ته پر سفر روان و.
