افغانستان

په بامیانو کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شول

ځايي سرچینو آمو ته ویلي، چې په بامیانو ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د معلوماتو له مخې، دا پېښه نن (شنبې) سهار هغه مهال رامنځته شوه، چې د «اکترُوز» ډوله باروړونکې موټر د شبر ولسوالۍ، په پایموري سیمه کې له سړک څخه واوښت او چپه شو.

د طالبانو ځايي چارواکو د پېښې د رامنځته کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دا پېښه شاوخوا سهار څلور بجې شوې او په پایله کې یې موټر چلوونکی او یو ملګری یې وژل شوي دي.

چارواکي وايي، د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي او د موټر تخنیکي ستونزې ښودل شوي دي.