د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د درې اړخیزې لوبلړۍ په فاینل لوبه کې کې سبا ماښام د پاکستان پر وړاندې لوبیږي.
افغان اتلانو تېره شپه، په دغه لوبلړۍ کې درېیمه پرلهپسې بریا خپله کړه. افغانستان د متحده عربي امارات په ۴ منډو مات کړ.
په دغه لوبه کې، ابراهیم ځدراڼ لوبډلمشري وکړه او راشدخان او نبي، د لوبې برخه نه و. ابراهیم همدارنګه د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
