د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي چې د پېژندپاڼې (پياوآر) کارتونو د مهلت د پای ته رسېدو سره، د افغانانو په ستنېدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د دغې ادارې د جمعې ورځي په راپور کې راغلي، چې یوازې د اګسټ په میاشت کې د کډوالو د ستنېدو او ایستلو بهیر ۲۵۴ سلنه ډېرې شوي او د جولای میاشتې په پرتله ۱۹۱ سلنه لوړې شوې دي.
د سپټمبر په لومړۍ نېټه، د «غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان» درېیم پړاو پیل شو.
له اپرېل میاشتې راهیسې تر اوسه له ۴۸۳,۷۰۰ زیات افغانان له پاکستانه افغانستان ته ایستل شوي، چې یوازې د اګسټ په میاشت کې یې شمېر ۱۴۵,۲۰۰ ته رسېږي. له دې ډلې شاوخوا ۵۵,۰۰۰ تنه یوازې د میاشتې په وروستیو څلورو ورځو کې بېرته ستانه شوي دي.
د ستنېدونکو په منځ کې د پېژندپاڼې (PoR) لرونکو تناسب په پرله پسې توګه زیات شوی دی؛ په اپرېل کې دا کچه ۶ سلنه وه، خو د می او جولای ترمنځ ۲۱ ـ ۲۳ سلنې ته لوړه شوه.
