ورزش

افغان اتلان نن ماښام د اماراتو پر وړاندې لوبیږي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په ترڅ کې له دوه پرلپسې بریاوو وروسته نن ماښام په ۷:۳۰ بجو د خپلې څلورمې لوبې په موخه د کوربه متحده عربي اماراتو پر وړاندې لوبه کوي.

افغانستان د دغه سیریز په لومړۍ لوبه کې د پاکستان پر وړاندې د ۳۸ منډو په توپیر ماتې وخوړه، خو خپله دویمه لوپه کې، چې د اماراتو پر وړاندې ترسره شوه، بریا خپله کړه. په درېیمه لوبه کې هم، افغان اتلانو، پاکستان د ۱۸ منډو په توپیر مات کړ.

تېره شپه، پاکستان متحده عربي اماراتو څخه د ۳۱ منډو په توپیر وګټله او د دغه لوبلړۍ فاینل ته یې لار وموندله.

دوه فاینل ټیمونه به د یکشنبې په ورځ د یوه بل پر وړاندې لوبه کوي.