د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د وږي ۱۳- د ۸ بجو خبرونه

د اسلامي مرستو سازمان راپور ورکړی چې د کونړ په زلزله ځپلو سیمو کې شاوخوا ۶۵ سلنه استوګنیز کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

دا سازمان زیاتوي چې د کونړ په بېلابېلو سیمو کې هم ۳۳ سلنه استوګنیز کورونه زیانمن شوي دي.

په ورته مهال، طالبانو اعلان کړی چې د هېواد په ختیځ کې د زلزلې د تلفاتو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د طالبانو ویاند پر اېکس په یوه یادښت کې لیکلي چې د شمېرو پر بنسټ، د زلزلې له امله له ۲۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي او له ۳۶۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

له بلې خوا، سیمه ییزو سرچینو آمو ته تایید کړې چې نن ورځ هم دوو نسبتاً زورورو زلزلو د کونړ او ننګرهار ولایتونو ځینې برخې ولړزولې، خو د مرګ ژوبلې او مالي زیانونو په اړه یې تر اوسه جزئیات نه دي ورکړل شوي.