افغانستان

په قزاقستان کې افغانانو ته د پاسپورټونو وېش پیل شو

د طالبانو له لوري ټاکل شوې استازولۍ په قزاقستان کې د افغانانو لپاره د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

د سفارت د شارژدافېر محمدالرحمن په لاس د لومړي پاسپورټ په ورکولو سره دا لړۍ نن پنجشنبه (وږی ۱۳) په پلازمېنه استانې کې رسماً پرانېستل شوه.

د سفارت چارواکو ویلي چې له دې وروسته به په قزاقستان کې مېشت افغانان، چې تر ډېره د اسنادو د نشتون له امله له ستونزو سره مخ وو، کولای شي د اړتیا پر مهال سفارت ته مراجعه وکړي او د پاسپورټ ترلاسه کولو قانوني لړۍ تعقیب کړي.

د قزاقستان د افغانانو ټولنې دا ګام یو مثبت پرمختګ بللی او ویلي یې دي چې د پاسپورټونو وېش به نه یوازې د افغان کډوالو د تګ راتګ ستونزې کمې کړي، بلکې د هغوی د اقامت، زده کړو او د کار په فرصتونو کې به هم اسانتیاوې رامنځته کړي.

په تېرو کلونو کې د افغان پاسپورټ ترلاسه کول د قزاقستان مېشتو افغانانو لپاره له جدي ستونزو څخه شمېرل کېدلو؛ خو د دې نوې لړۍ له پیل سره تمه کېږي چې دا ستونزې حل شي.