ورزش

محمد نبي د شل اوریزو آل راونډرانو دویم مقام خپل کړ

د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې د افغانستان تجربه‌کار لوبغاړی محمد نبي د شل اوریزو لوبو د آل راونډرانو په جدول کې دویم ځای خپل کړی دی.

نبي د پاکستان او متحده عربي اماراتو پر وړاندې په درې سیالیو کې څلور ویکټې واخیستې. د هغه دې کارکردګي بسنه کوله چې د هند د هاردیک پانډیا تر شا، د جدول په دویم ځای کې ودرېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان بل لوبغاړی، ابراهیم ځدراڼ، د شل اوریزو سیالیو د توپ وهنې په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۲ درجې پورته شوی او اوس ۲۰م مقام لري. هغه په وروستیو سیالیو کې دوه پرله‌پسې نیمه سلیزې جوړې کړې؛ د ۴۰ توپونو په بدل کې ۶۳ منډې او د ۴۵ توپونو په بدل کې ۶۵ منډې جوړې کړې.

افغان لوبغاړي که څه هم په یو ورځنیو لوبو کې له خپلو پخوانیو مقامونو ښکته شوي، خو تازه بدلونونه ښيي چې د افغانستان ځوان او تجربه لرونکي لوبغاړي د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په درجه بندۍ کې د پام وړ پرمختګ کوي.