افغانستان

د اسلامي همکاریو سازمان: د کونړ په زلزله‌ځپلو سیمو کې ۶۵ سلنه کورونه نړېدلي

زلزله کنر. تصویر از آرشیف.

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي چې د دې ادارې د ارزونو له مخې د کونړ ولایت په دوو ولسوالیو او اوو کلیو کې د یکشنبې د ماښام زلزلې پر مهال شاوخوا ۶۵ سلنه کورونه بشپړ نړېدلي دي. د هرې کورنۍ لږ تر لږه دوه غړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د یاد سازمان د ارزونو پر بنسټ، ۹۸ سلنه کورونه زیانمن شوي او یوازې دوه سلنه یې روغ پاتې دي. دغه اداره وايي چې د ژوندي پاتې شویو خلکو د درملنې لپاره یې په ولایت کې دوه بیړني روغتیایي کلینیکونه پرانیستي دي.

دغه ارزونې د کونړ په څوکۍ او نورګل ولسوالیو او د بادین‌زي، ګجي‌زي، سپره، ګجي‌زي تنګي، غازي‌اباد، مسعود او ودیر کلیو کې ترسره شوي دي.

د طالبانو د تازه شمېرو له مخې، په دې زلزله کې لږ تر لږه ۲۰۰۰ تنه وژل شوي او له درې زره زیات کسان ټپیان دي.

رحمت شیرزاد، چې په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د اړیکو مسئول دی، ویلۍ : «ټول خلک د خپلوانو د مرګ له امله په غم کې دي. ډېرو کورنیو په دې زلزله کې خپل څو څو غړي له لاسه ورکړي دي. ځینې کلي په بشپړه توګه وران شوي او داسې پېښې هم شته چې یوې کورنۍ څلور، پنځه یا شپږ غړي له لاسه ورکړي دي. د مړو شمېر لا هم زیاتېږي، ځکه چې لاهم له کنډوالو څخه مړي راایستل کېږي او لا هم ټولو لرې پرتو غرنیو کلیو ته لاسرسی نه دی شوی.»

نوموړي زیاته کړه: «د خلکو څاروي هم له منځه تللي؛ د ځینو څارویو مړي لا هم د خټو او کنډوالو تر منځ لیدل کېږي.»

دغه اداره وايي چې دوه بیړني روغتیایي مرکزونه یې یو د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل کې او بل د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې،

له اغېزمنو سیمو سره نږدې جوړ کړي دي.