د هېواد په سوېل ختیځ ولایت پکتیا کې د ملي راډیو تلوېزیون خبریال نجیب الله شاکري تېره ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله په خپل کور کې ومړ.
د سرچینو په خبره، شاکري چې له څه مودې راهیسې د ناروغۍ له ستونزو کړېده، پرون په خپل کور کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
بلخوا د نجیب الله شاکري کورنۍ غړي وایي، چې نجیب الله شاکري د ژورنالېستانو ځینو ټولنو څخه د خپلې ناروغۍ د درملنې غوښتنه هم کړې وه، خو کومې ټولنې یې مرسته ونه کړه.
سرچینې وایي، نجیب الله شاکري لسګونه کاله د بېلابېلو رسنیو سره دندې ترسره کړي، چې وروستۍ یې د ملي راډیو تلوېزیون سره د نریشن په توګه وه. د سرچینې په وینا، نوموړي ځینې کتابونه هم لیکلي دي.
