کډوالي

د افغانستان د پخواني روغتیا وزیر د برتانیې پناه غوښتنه رد شوه

د تېر جمهوریت پخوانی د روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز، چې له طالبانو وروسته یې د ښځو د حقونو په ملاتړ خپل هېواد پرېښی و، د برتانیې د پناه غوښتنې غوښتنه یې رد شوې ده.

فیروزالدین، چې نړیوال شهرت یې د یوه جراحي متخصص او د عامې روغتیا د سیسټم د بیا رغونې په برخه کې تر لاسه کړی، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان ووت. نوموړی د طالبانو له وېرې چې ښايي زنداني او شکنجه شي، له خپل هېواد وتښتېد او اوس د بورنموټ په یوه هوټل کې د پناه غوښتونکو تر څنګ ژوند کوي.

د هغه غوښتنه ځکه رد شوې چې د افغانانو د بیا مېشتېدو ځانګړې طرحه بنده شوې ده. نوموړي د پرېکړې پر وړاندې د استیناف غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي، سره له دې چې ځینې مهاجرت ضد لاریون کوونکیو د هغه هوټل مخې ته شعارونه ورکوي، خو دی باور لري چې برتانیه د زغم، بشري حقونو او د ښځو د حقونو ملاتړ کوونکی هېواد دی او غواړي خپله تجربه د روغتیا ملي خدمت (NHS) ادارې سره شریکه کړي.

هغه دا مهال د YMCA او د بې‌کوره کسانو د ملاتړ پروګرامونو په ګډون د ټولنې په بیلابېلو پروژو کې ونډه اخلي.

ډاکټر فیروزالدین له ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۰ پورې د افغانستان د روغتیا وزیر و او په ۲۰۱۹ کې یې د نړۍ د حکومتونو په ناستې کې د «تر ټولو غوره وزیر» جایزه تر لاسه کړه. د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هغه کور او شتمنۍ ضبط شوې او د وژنې ګواښونه ورته وشول.

نوموړی وايي که په برتانیه کې پاتې کېدو ته اجازه ورکړل شي، غواړي د NHS، سیمه‌ییزو شوراګانو او د بې‌کوره کسانو د ملاتړ بنسټونو سره کار وکړي.