کډوالي

جرمني د پاکستان له لوري د ایستلو شوو افغانانو قضیې بیا ارزوي

File photo.

د جرمني صدراعظم فریدریش مرز اعلان کړی چې د هغه حکومت د هغو له ۲۰۰ زیات افغانانو غوښتنلیکونه په جدي توګه څېړي چې په تېر اګست میاشت کې د پاکستان له لوري خپل هېواد افغانستان ته شړل شوي دي.

دغه افغانان، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته شړل شوي، په یوې ګډې لیکلې استغاثه کې له برلین څخه غوښتي چې د دوی ژوند د طالبانو له احتمالي غچ اخیستنې څخه وژغوري.

یاد کسان د شاوخوا ۲۴۰۰ هغو افغانانو له ډلې دي چې په وروستیو کلونو کې پاکستان ته تللي وو، وروسته له هغې چې د جرمني پخواني حکومت د پناه ورکولو ژمنه ورسره کړې وه؛  خو د فریدریش مرز د محافظه‌کار ائتلافي حکومت له واکمنېدو وروسته د کډوالو په پالیسۍ کې سخت دریځ غوره شو او دغه بهیر وځنډول شو.

صدراعظم مرز د برلین په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پخواني حکومت قانوني ژمنې به د اوسني حکومت له خوا هم عملي کېږي. هغه زیاته کړه چې د هرې قضیې له جدي امنیتي ارزونې وروسته به پرېکړه کېږي.

د یادې ډلې غړي، چې پکې د حقونو فعالان، هنرمندان، پخواني قاضیان او د هغوی کورنۍ شاملې دي، ویلي چې له درېیو کلونو راهیسې د ویزو په تمه په اسلام‌اباد کې پاتې شوي وو. هغوی په خپل لیک کې ادعا کړې چې اوس په افغانستان کې د «خوندي استوګنځای» تر نوم لاندې له پرله‌پسې ګواښونو سره مخ دي او د طالبانو د نیونې، شکنجې او مرګ وېره یې رواني کړاو زیات کړی دی.

په ورته وخت کې، برلین د دوشنبې په ورځ ۴۷ افغانان چې په قانوني ډول یې د استوګنې حق تر لاسه کړی و، جرمني ته ولېږدول.

صدراعظم مرز څرګنده کړه: «ځینې قضیې روښانه دي او ځینې نورې دومره روښانه نه دي؛ خو په هر حال، د هر کس د راتګ لپاره امنیتي څېړنه اړینه ده.»