د کونړ ځینې اوسېدونکي د طالبانو پر بې پروایۍ او زلزلې ځپلو سره د مرستې په نشتوالي نیوکه کوي، او ټینګار کوي چې تر اوسه پورې له خلکو سره هیڅ مرسته نه ده شوې.
دا اوسېدونکي وايي چې قربانیان خوراکي توکو او روغتیایي مرستو ته اړتیا لري، خو تر اوسه پورې په دې برخه کې هیڅ اقدام نه دی شوی.
له بلې خوا، د بخښنې نړیوال سازمان په خپل راپور کې له طالبانو غوښتي چې ټول هغه اداري خنډونه لیرې کړي چې په مرستو رسولو کې د ځنډ لامل شوي او د مرستو رسولو لپاره د ادارو لاسرسی ډاډمن کړي.
