ریچارډ بینټ، د افغانستان په اړه د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی ریپورټر، د سه شنبې په ورځ له پاکستانه وغوښتل چې د ختیځ افغانستان د مرګونې زلزلې وروسته د افغان کډوالو د ویستلو پروسه ودرول شي؛ هغه زلزله چې تر ۱۴۰۰ ډېر کسان یې وژلي دي.
ریچارډ په ایکس ټولنیزې شبکې په خپل پیغام کې لیکلي چې پاکستان باید د افغانانو د ایستلو پر ځای، د زلزله ځپلو سیمو لپاره د بشردوستانه مرستو ملاتړ ته پام وکړي. هغه ټینګار وکړ: «دا اقدام د یو مهربان ګاونډي په شان دی او یوه بېړنۍ اړتیا ده.»
پاکستان په تیر یو کال کې سلګونه زره افغانان ایستلي دي؛ په دې کې بېاسناده کډوال، د پخواني حکومت کارکوونکي، د بشري حقونو فعالان او پخواني امنیتي ځواکونه شامل دي، چې ویره لري د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې به له نیولو، شکنجې یا مرګ سره مخ شي. ملګري ملتونه او د بشري حقونو موسسو څو ځله د دغو ډول ایستلو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې د کونړ ولایت د ژغورنې عملیات لا هم روان دي. د طالبانو چارواکي وایي چې د یکشنبې په ماښام د ۶.۱ کچې زلزلې په پایله کې، تر ۱۴۰۰ ډېر کسان مړه شوي او تر ۳۰۰۰ زیات ټپیان شوي دي. زرګونه کورونه ویجاړ شوي او ډیری کورنۍ بېسرپناه پاتې دي، په داسې حال کې چې سیمه ییز روغتونونه له ټپیانو ډک دي.
