افغانستان

د طالبانو په کابینه کې تازه بدلون؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د مېدان وردګو والي وټاکل شو

د طالبانو حکومت د تازه بدلونونو په لړ کې د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر ملا خیرالله خیرخواه د میدان وردګو والي وټاکل شو او د هغه پر ځای، د لغمان پخوانی والي شیخ شېر احمد حقاني، د اطلاعاتو او فرهنګ نوی وزیر ټاکل شوی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د دې ډلې مشر، هبت‌الله اخوندزاده، په یو شمېر دولتي او پوځي ادارو کې د نوو چارواکو د ټاکلو حکم صادر کړی دی.

د تازه بدلونونو له مخې:

  • د لغمان پخوانی والي شیخ شېر احمد حقاني د اطلاعاتو او کلتور وزارت د وزیر په توګه وټاکل شو.
  • د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر ملا خیرالله خیرخواه د میدان وردګو والي شو.
  • د میدان وردګو پخوانی والي قاري محمد بختیار معاذ د لغمان والي وټاکل شو.
  • د ۳۱۳ مرکزي قول اردو پخوانی مرستیال ملا محمد حافظ مجاهد د فراه والي شو.
  • د فراه پخوانی والي مولوي غوث‌الدین رهبر د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مرستیال شو.
  • د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند دوهمې پلي لواء پخوانی قومندان قاري محمد نسیم عزت د جوزجان مرستیال وټاکل شو.
  • د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې پخوانی آمر حاجي شېرعلي جندالله د پکتیا امنیه قومندان شو.
  • د ۲۰۹ الفتح قول اردو د لومړۍ پلي لواء پخوانی قومندان ملا عبدالشکور بریالی د ۲۰۵ البدر قول اردو د دوهمې پلې لواء د قومندان په توګه وټاکل شو.
  • د جوزجان پخوانی مرستیال مولوي نورالدین د ۲۰۹ الفتح قول اردو د لومړۍ پلې لواء د قومندان په توګه وګومارل شو.
  • د پکتیا پخوانی امنیه قومندان مولوي محمد عمر مخلص د کابل ښار د درېیمې حوزې د آمر په توګه ټاکل شو.

ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې چې دغه بدلونونه د ادارو د لا اغېزمن فعالیت او د چارو د ښه همغږۍ لپاره ترسره شوي دي؛ خو شنونکي پر طالبانو انتقاد کوي چې دا ډول بدلونونه یوازې د یوې محدودې کړۍ په منځ کې راڅرخي، او د هېواد د سیاسي مشارکت، ټولنیز تنوع او مسلکي وړتیاوو پر ځای د جګړه‌ییزو اړیکو او شخصي وفادارۍ پر اساس ترسره کېږي.