کډوالي

جرمني ته تلونکي افغان پناه‌غوښتونکي په پاکستان کې د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو صحنه.

له کلونو انتظار وروسته، سلګونه افغانې کورنۍ به بالاخره جرمني ته د تلو اجازه ترلاسه کړي. د هغوی د سفر چټکتیا د ډېرو لپاره د ژوند او مرګ خبره ده.

جرمني اعلان کړی چې هغو زیانمنو افغانانو ته د پناه‌غوښتتنې قضیو څو میاشتنۍ ځنډ پای ته رسوي چې وړاندې ورته د ورتګ ژمنه شوې وه. ډېری یې د طالبانو له واکمنۍ وتښتېدل او پاکستان ته ولاړل، هلته یې د جرمني ویزو لپاره کلونه انتظار وکړ.

د جرمني رسنۍ دویچه‌وله له یوې داسې کورنۍ سره مرکه کړې، چې د امنیت لپاره هویت یې پټ ساتل شوی دی.

شریف او د هغه کورنۍ په اسلام‌اباد کې په دې دوامدار ویره کې ژوند کوي چې ښایي ونیول شي او افغانستان ته شړل شي. د پولیسو چاپې د هغو مېلمستونونو پر وړاندې چې افغان کډوال پکې اوسیږي، کورنۍ دې ته اړ باسي چې تل له یوه ځایه بل ځای ته کډه وکړي.

تر ۲۰۲۱ مخکې، شریف په افغانستان کې کار کاوه. کله چې طالبان کابل ته ننوتل، هغه له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته وتښتېد.

شریف چې له نړیوالو حکومتونو سره یې کار کړی و، د طالبانو له خوا تعقیبېږي. کلونه وړاندې، د جرمني حکومت افغانانو ته چې د بوندس‌ویر (جرمني پوځ)، د جرمني مطبوعاتو او د بشري حقونو له ټولنو سره یې کار کړی و، ژمنه کړې وه چې دوی ته به جرمني ته د ورتګ اجازه ورکړي. د شریف غوښتنلیک منظور شوی، خو پروسه په ډېر کړاو او اوږده توګه غځېدلې ده.

شریف وویل: «موږ دلته له ډېرو ستونزو سره مخ یو. تر ټولو ستره ستونزه د شړلو خطر دی. پولیس هره ورځ د کډوالو کورونو ته راځي او چې هر څوک یې پر لاس ورشي، وړي یې. که موږ په لټون کې وموندل شو او بېرته افغانستان ته ولېږل شو، سل په سلو کې ډاډه یم چې وژل کېږم.»

د شړلو له وېرې ژوند

اوس مهال له ۲۰۰۰ څخه ډېر افغانان په پاکستان کې جرمني ته د تګ په تمه دي. سره له دې، د پاکستان پولیسو سلګونه کسان نیولي او افغانستان ته یې شړلي دي.

د افغانانو د قانوني کولو یا د رضاکارانه وتلو لپاره د شړلو پر ضد یوه میاشتني ځنډ مهلت د یکشنبې په ورځ پای ته رسېږي. د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د سپټمبر له میاشتې به شړنې بیا پیل کړي. له یو میلیون څخه ډېر کسان ښایي اغېزمن شي.

دغه دوامداره ګواښ د شریف پر کورنۍ سخت فشار راوړی دی. د هغه ماشومان ښوونځي ته نه شي تلای، ځکه د نیول کېدو وېره لري، او د ده مېرمن سره له دې چې ښه زده‌کړه لري، د کار کولو توان نه لري.

شریف مېرمن وايي: «کله چې دلته راغلو، زموږ یوازینۍ هیله دا وه چې زموږ ماشومان زده‌کړې وکړي او راتلونکی جوړ کړي. خو د ژوند یو کال مو بېځایه تېر شو.»

هغه زیاته کړه چې هڅه کوي خپلو ماشومانو ته په کور کې درس ورکړي. «زما ستره غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره موږ جرمني ته ولېږدول شو. یوازې هلته به زموږ ماشومان زده‌کړې ته دوام ورکړای شي. زه هېڅکله نه غواړم بېرته افغانستان ته ستنه شم، ځکه هلته به ووژل شو او زموږ د ماشومانو راتلونکی به له منځه لاړ شي.»

د جرمني د نوي حکومت پرېکړه

نوي جرمني حکومت، چې په می میاشت کې دنده پیل کړې، پرېکړه وکړه چې د هر افغان پر غوښتنلیک باید امنیتي څېړنه وشي، حتا د هغو کسانو لپاره هم چې مخکې ورته د جرمني د تګ اجازه ورکړل شوې وه. دې کار په عملي ډول د زیانمنو افغان ښځو او سړیو د داخلېدو پروسه بنده کړه.

د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت؛ دا تور رد کړ چې حکومت یوازې وخت ضایع کوي. هغه تېرې اوونۍ وویل چې خلک نه شي تمه کولی چې حکومت د تېرو کلونو ناکامۍ په څو اوونیو کې سمې کړي. نوموړي خپلو همکارانو ته امر کړی چې غوښتنلیکونه د امنیتي څېړنو په ګډون، د پروسس لپاره روان وساتي.

هغه وویل: «هغه افغانان چې د جرمني د فدرالي جمهوریت له خوا د محکمو د قانوني پرېکړو پر بنسټ ویزو ته مستحق ګڼل شوي، جرمني ته به داخلېږي.»

محکمې حکومت اړ کوي چې عمل وکړي

د رسنیو د راپورونو له مخې، تمه ده چې لومړنۍ کورنۍ په راتلونکو ورځو کې د مهالویش شوېو الوتنو له لارې جرمني ته ورسېږي. دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د جرمني اداري محکمو د بهرنیو چارو وزارت دې ته اړ کړ چې ژمنې شوې ویزې ورکړي. که چارواکي دا کار ونه کړي، حکومت به جریمه پرې کړي. قاضیانو څرګنده کړه چې د جرمني ژمنې قانوني بڼه لري.

د اګست په ۲۶مه د جرمني د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ: «په پاکستان کې خلک د کډوالۍ د پروسې په بېلابېلو پړاوونو کې دي. د څېړنې پروسې بېرته پیل شوې دي. اړوند چارواکي پر ځمکه شتون لري څو د داخلېدو پروسه بېرته پرمخ یوسي.»

د بشري حقونو سازمانونو لکه امنیسټي انټرنیشنل، کاریټاس او بې‌سرحده خبریالانو په وروستیو کې پر جرمني حکومت سخت فشار راوړی چې دې برخه کې اقدام وکړي.

د ډېرو زیانمنو افغانانو لپاره دا د ژوندي پاتې کېدو مسئله ده: که هغوی بېرته افغانستان ته ولېږل شي، د ځورونې، زندان یا حتا د مرګ له ګواښ سره مخامخ کېږي.