امنیت

سرچینې: د تورخم په نښته کې یو پاکستانی افسر ټپي شوی

دوه سرچینو آمو ته تایید کړې چې تېره شپه (د وږي ۷مه) د افغانستان او پاکستان د پوله‌ساتو ځواکونو تر منځ د تورخم په پوله نښته رامنځته شوې ده.

سرچینې وايي، نښته د طالبانو له لوري پیل شوې وه او په پایله کې یې د پاکستان د سرحدي ځواکونو یو افسر ټپي شوی دی.

د معلوماتو له مخې، دا نښته د لنډ وخت لپاره روانه وه او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچینې زیاتوي چې طالبان لومړی د تک‌تیرانداز په ډزو پاکستاني ځواکونو نښه وګرځوله او وروسته د دواړو لورو تر منځ نښته رامنځته شوه.