په شمالي آلمان کې د کډوالو په یوه استوګنځي کې یو ۲۳ کلن افغان پناه غوښتونکي د چاړې برید په ترڅ کې یو کس وژلی او بل په مرګوني توګه ټپي شوی دی.
چارواکي وايي پېښه د پنجشنبې ماښام د روستاک ښار ته څېرمه په ګوسترَو سیمه کې رامنځته شوې، چې بریدګر د همدغو کډوالو په کمپ کې اوسېدلو. د عیني شاهدانو په وینا، هغه د استوګنځي په دویم پوړ کې پر خپلو دوو افغان هیوادوالو پرلپسې برید وکړ. ۲۵ کلن ځوان په پېښه کې سمدستي مړ شو او بل کس د سختو ټپونو له امله روغتون ته ولېږدول شو.
د روستاک څارنوالۍ تأیید کړې چې بریدګر نیول شوی او تر محاکمې وړاندې بندي دی.
د کمپ اوسېدونکي وايي، د پېښې پر مهال د وېرې فضا خپره شوې وه. یو تن یې د خونړۍ پېښې په اړه وویل: «دا ریښتینی قتلعام و». بل کس بیا زیاته کړه چې د برید تر مخه یې د دوو کسانو منډې ولېدلې چې یو تن پکې ترهېدلی ښکارېدلو. د عیني شاهدانو په وینا، بریدګر تر پېښې مخکې الکول څښلي وو.
یاد کمپ چې د ګلازېوېتسر شوسه پر سړک موقعیت لري، د ګوسترَو تر ټولو لوی د کډوالو استوګنځی بلل کېږي او تر ډېره د افغان او سوریایي کډوالو کوربه دی.
