افغانستان

په ننګرهار کې سېلابونو د پنځو کسانو ژوند واخیست

د ننګرهار هسکې مېنې او چپرهار ولسوالیو کې د سېلابونو د راوتلو له امله پنځه کسان مړه شوي او اته نور ټپیان دي.

د ننګرهار د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې د دغو سېلابونو له امله د یادو ولسوالیو د تګ راتګ ځینې لارې ویجاړې شوې دي.

د طالبانو په وینا، په سېلابونو کې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او د اوبو زېرمتونونه هم سخت زیانمن شوي دي.

په ورته وخت کې، په وروستیو کلونو کې د طبیعي پېښو له امله د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي، چې لسګونه کورنۍ یې قرباني شوې دي.

ځینو اغېزمنو شویو کسانو ویلي دي، سره له دې چې په دغو پېښو کې یې خپل ټول مال او شتمني له لاسه ورکړې ده؛ خو هېڅ ډول مرستې ورته نه دي رسېدلې.