د ملګرو ملتونو یو شمېر کارپوهانو د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د شړلو پر وړاندې جدي اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دې پرېکړې عملي کېدل به د زرګونو افغانانو ژوند او ازادۍ له جدي ګواښ سره مخ کړي.
راپور وايي، د سپتمبر له لومړۍ نېټې وروسته پاکستان پلان لري چې افغان کډوال د «غیرقانوني بهرنیانو د شړلو د پلان» له مخې افغانستان ته واستوي. دا ځل هغه کسان هم پکې شامل دي چې د ثبت ثبوت (PoR) کارتونه لري. ډېری دغه افغانانو لسګونه کاله په پاکستان کې ژوند کړی، ځینې یې همدلته زېږېدلي او هېڅکله یې افغانستان نه دی لیدلی.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې افغانستان لا دمخه له پراخ بشري ناورین سره مخ دی، درې میلیونه کسان په کور دننه بېځایه شوي او د طالبانو تر واک لاندې د ښځو او نجونو حقونه په شدیده توګه محدود شوي دي. د راپور پر بنسټ، د افغانانو د شړلو له امله به د افغان ماشومانو او ځوانانو زدهکړې پرې شي، په ځانګړې توګه د نجونو، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو باندې بندیزونه دي.
کارپوهانو خبرداری ورکړی چې ښځینه مشرې کورنۍ، هغه ښځې چې نارینه محرم نه لري، د پخواني حکومت کارکوونکي، د پخوانیو امنیتي ځواکونو غړي، او د جنسي تمایلاتو او جنسیتي هویت له مخې بېلابېل نور کسان له ځانګړي ګواښ سره مخ دي.
ملګري ملتونه وایي، پاکستان د بشري حقونو او کډوالۍ له نړیوالو قوانینو سره سم د دې مکلفیت لري چې هېڅوک داسې ځای ته ونه شړي چې هلته یې ژوند او ازادي په خطر کې وي.
کارپوهانو پر پاکستان غږ کړی چې د کډوالو شړل ودروي او د «نه شړلو» اصل ته ژمن پاتې شي.
په راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې پاکستان او د کډوالو کوربه ټولنو ته زیات ملاتړ ورکړي، او پر هغو هېوادونو نیوکه شوې چې د افغان کډوالو د بیا مېشتولو پروګرامونه یې کم یا بند کړي دي.
کارپوهانو ټینګار کړی: «افغان کډوالو ته د تلپاتې، انساني او د حقونو پر بنسټ د ملاتړ او ساتنې اړتیا ده.»
