د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د وږي ۷ – د ۸ بجو خبرونه

د روسیې د امنیت شورا منشي؛ په یوه لیکنه کې یوې روسي رسنۍ ته ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې شل ترهګریزې ډلې د ۲۳ زره فعاله جنګیالیو په درلودلو سره، په فعالیت بوخت دي.

نوموړي په دغه لیکنه کې یادې ترهګریزې ‌ډلې د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ بللی دی.

بل خوا، د ټاس خبري آژانس هم په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د روسیې د امنیت شورا منشي، یوې روسي رسنۍ ته په خپل استول شوي لیک کې دا هم ویلي، چې که څه هم د ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې په افغانستان کې د تریاکو تولید راکم شوی، خو په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې د «میتامفیتامین» د نیولو کچه ۷۵ سلنه لوړه شوې ده.

د روسیې ټاس خبري آژانس لیکي، چې د روسیې د امنیت شورا منشي ټینګار کړی چې له افغانستان څخه د مخدره موادو د قاچاق وضعیت لا هم پېچلی پاتې دی.