ښځې

د ملګرو ملتونو کارپوهان: د جنسي برابرۍ خوندیتوب د بشري حقونو د پرمختګ کلۍ ده

د ملګرو ملتونو یوې شمېر کارپوهانو په یوه ګډ بیان کې یو ځل بیا د بشري حقونو د پرمختګ او د ټولو لپاره د برابرۍ په برخه کې د جنسیت پر محوري رول ټینګار کړی دی.

په دې بیان کې کارپوهانو څرګنده کړې چې جنسیت د ټولنیزو او کلتوري هنجارونو، دندو او د واک د پویايي تر اغېز لاندې دی او له وخت سره بدلون کوي.

هغوی خبرداری ورکړی، چې «حقوقي او سیاسي چوکاټونه چې د جنسیت لیدلوری په پام کې نه نیسي، د جوړښتي نابرابریو د کمولو پر ځای، هغه لا پیاوړي کوي.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو اندېښنه څرګنده کړې، چې د سختو او دوه‌ګونو جنسیتي مفاهیمو پر لور د ستنېدو هڅې، د تېرو څو لسیزو لاسته راوړنې د بشري حقونو او د جنسي برابرۍ په برخه کې زیانمنوي.

هغوی زیاتوي: «دغه شاته‌پرځای کوونکي تګلارې، د ښځو او نجونو د ژوند تجربې او همدارنګه د جنسي تنوع لرونکو کسانو واقعیتونه له پامه غورځوي او د تبعیض او تاوتریخوالي ریښې پټې ساتي.»

په ګډ بیان کې همدارنګه پر دې ټینګار شوی چې څو اړخیز تبعیضونه ـ لکه د جنسي تمایل او جنسي هویت پر بنسټ تبعیض ـ باید وپېژندل شي او ورسره مبارزه وشي. همدارنګه د نړیوالو میثاقونو او لارښودونو یادونه شوې، لکه د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون، چې د جنسي تبعیض پراخ تفسیر وړاندې کوي.

کارپوهانو له هېوادونو، د ملګرو ملتونو له ادارو، خصوصي سکتور او نورو اړخ‌لرونکو وغوښتل، چې خپل ژمن توب د جنسي برابرۍ په برخه کې نوی کړي او جنسیت په دوامداره توګه په قوانینو، تګلارو او نړیوالو کړنلارو کې مدغم کړي.

هغوی ټینګار وکړ: «د ټولو ښځو او نجونو د حقونو او کرامت تضمین ـ د هغوی د تنوع سره سره ـ د نړیوال د بشري حقونو د نظام د یووالي لپاره حیاتي دی او د ټولو لپاره د بشري حقونو د ژمنې پلي کېدل له دې پرته ناشوني دي.»