کډوالي

امریکا د افغانانو لپاره د کډوالۍ ویزو نوې پالیسي وړاندې کړه

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ۱۷ هېوادونو له جملې، چې افغانستان هم په کې شامل دی، د وګړو د کډوالۍ ویزو لپاره نوې پالیسي اعلان کړه. د دې پالیسۍ له مخې، د ۲۰۲۵ نومبر له لومړۍ نېټې څخه د دغو هېوادونو د ویزو غوښتونکي باید مرکې (انټرویو) په استوګن هېواد کې ترسره کړي، نه په خپل تابعیت لرونکي هېواد کې.

په دې نوې پالیسي کې ویل شوي چې هغه افغانان چې په افغانستان کې ژوند کوي، مرکې به یې لکه د پخوا په څېر په اسلام آباد کې د امریکا په سفارت کې ترسره شي. دغه سفارت د افغانستان د ویزو د مرکې مرکزي ادرس ګڼل کېږي.

همدارنګه، هغه افغانان چې په هغو هېوادونو کې ژوند کوي چې د امریکا ویزې خدمتونه نه لري، لکه ایران، هغوی به ټاکل شوو مرکزونو ته د مرکې لپاره راجع شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا بدلون د ویزو د صادرولو پروسې د اوسېدنې له ځای سره د همغږي لپاره شوی دی؛ خو هغه کسان چې په خپل تابعیت لرونکي هېواد کې د امریکا کونسلي خدتونو ته لاسرسی لري، کولی شي غوښتنه وکړي چې مرکې یې په هماغه هېواد کې ترسره شي. دا غوښتنه باید د ویزې ملي مرکز (NVC) له لارې وړاندې شي او د اوسېدنې سندونه ورسره ضمیمه وي.

وزارت ټینګار کړی چې د مرکې د ځای د بدلولو ټولې غوښتنې یوازې د آنلاین فورم(د ویزې ملي مرکز) له لارې منل کېږي او غوښتونکي باید نېغ په نېغه له کونسلي دفتر سره اړیکه و نه نیسي.

سرچینې وایي چې استثناوې ډېرې محدودې دي او یوازې د بېړنیو اړتیاوو لپاره لکه بشري، طبي یا د بهرنیو چارو اړوند مواردو کې په پام کې نیول کېږي.

دغه نوې پالیسي به د ۲۰۲۶ کال د ډي وي لاتري برنامې غوښتونکو لپاره هم تطبیق شي، خو مخکې ټاکل شوې مرکې په ډیری مواردو کې نه لغوه کېږي او نه بدلېږي.

په ورته وخت کې، افغان ایواک سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا بدلون به د کډوالۍ ځانګړې ویزې(ایس آی وي) غوښتونکو باندې نه پلي کېږي؛ خو د افغانانو لپاره د ویزو د نورو پروسو پر وړاندې نوي خنډونه رامنځته کوي.