بشري حقوق

طالبانو ته د نایجل فراج د پیسو ورکولو وړاندیز تاوده بحثونه راپارولي

د بریټانیا د اصلاحاتو ګوند (ریفورم یو کې) مشر نایجل فراج اعلان کړی، چې که راتلونکو ټولټاکنو کې واک ته ورسېږي، د ۶۰۰ زرو ناقانونه کډوالو د شړلو پلان لري او غواړي له یو شمېر هېوادونو، په ځانګړې توګه طالبانو سره به د ایستلو تړونونه وکړي. نوموړي څرګنده کړې چې آن د طالبانو په څېر رژیمونو ته به د دې لپاره پیسې ورکړي، څو هغوی د کډوالو منلو ته چمتو شي.

د ټیلیګراف د یوې نظرپوښتنې له مخې، د ۲۸ زرو ګډونوالو ۷۰ سلنه له طالبانو سره د کار کولو په حق کې وو؛ خو دغه وړاندیز د خلکو ترمنځ سختې لانجې راپورته کړې. د ملاتړ کوونکو په وینا، د بریټانیا لومړنی مسؤلیت د خپلو وګړو امنیت دی، نه د نړۍ د ټولو ستونزو حل. هغوی آلمان د بېلګې په توګه یادوي، چې له طالبانو سره یې د ایستلو تړون کړی او له دې لارې یې افغانان بېرته استولي دي.

خو د فراج د طرحې سرسخت مخالفین وايي، د طالبانو له رژیم سره هر ډول معامله به د ښځو، مسيحي لږکیو او نورو زیانمنو ډلو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي. یو شمېر منتقدین استدلال کوي چې طالبانو ته پېسې ورکول به هغوی د بشري حقونو د لا زیاتو سرغړونو لپاره وهڅوي او حتی د ناقانونه کډوالو په هڅولو کې به خپله ګټه وویني.

ځینې لوستونکو دغه پلان “اخلاقي ماته” او “خندا وړتګلاره” بللې، په داسې حال کې چې ځینو نورو دا د کډوالۍ د کړکېچ د حل یوازینۍ عملي لار ګڼلې ده.