امنیت

زلمی خلیلزاد: د داعش خراسان ډلې په پاکستان کې پټنځایونه موندلي

د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد وايي چې په وروستیو میاشتو کې د داعش خراسان ډلې ډېری مشران په پاکستان کې د فعالیت او پټېدنې خوندي ځایونه موندلي دي.

د خلیلزاد د څرګندونو له مخې، د داعش خراسان ډلې یو لوړپوړی غړی عبدالمالک د ۲۰۲۵ کال د اګست په اتمه نېټه د خیبر پښتونخوا د قمبر خېل په تنګي سیمه کې وژل شوی دی.

خلیلزاد په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې عبدالمالک پخوا په بلوچستان کې له څو پوځي عملیاتو روغ وتلی و او د داعش خراسان د بریدونو له مهمو طراحانو ګڼل کېدلو.

د نوموړي په وینا یاد داعش قومندان د سیمه‌ییزو وسله‌والو ډلو لخوا په نښه شوی؛ خو ځینې سرچینې بیا وایي چې ښايي د افغان طالبانو لاس هم د ده په وژنه کې وي.

عبدالمالک د داعش خراسان د یو مهم لوبغاړي په توګه پېژندل کېدلو، چې د سیمې د لویو عملیاتو د همغږۍ مسوولیت یې درلود.