د بدخشان سیمه ایزې سرچینې وايي، په قرهکمر سیمه کې هغه مهال پېښه رامنځته شوه، چې یوه کښتۍ د هایلکس ډوله موټر د سیند له غاړې د اوښتولو هڅه کوله.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه کسان سیند ته لوېدلي دي. یو تن په سخت حالت کې موندل شوی او اوس مهال تر درملنې لاندې دی؛ خو د بل کس د موندلو هڅې لا هم روانې دي او تر دې دمه یې درک نه دی لګېدلی.
اوسېدونکي وايي، د ژغورنې ډلې د سیمې له خلکو او د ورک شوي کس له خپلوانو سره په ګډه د لټون چارې پرمخ وړي.
