په بریتانیا کې دوه افغان پناه غوښتونکو د محکمې په غونډه کې هغه تورونه رد کړي چې ګواکې دوی یوه ۱۲ کلنه نجلۍ تښتولې او ورسره یې جنسي تېری کړی دی.
د “ډېلي مېل” د راپور له مخې، احمد ملاخیل چې ۲۳ کلن دی، په درېیو مواردو کې د ماشوم پر وړاندې د جنسي تېري، په دوو مواردو د جنسي تېري او په یو مورد د تښتونې په تور محاکمه کېږي، خو ده دغه تورونه نه دي منلي.
محمد کبیر، بل ۲۳ کلن افغان، د جنسي تېري په مرسته، قصدي خفګان او د ماشوم د نیولو هڅې په تور محاکمه کېږي، خو هغه هم ځان بېګناه بللی دی.
محاکمه د پښتو او دري ژباړونکو په حضور کې ترسره شوه او دواړه تورن کسان د زندان په خړ ورزشي لباس کې محکمې ته وړاندې شول.
د پولیسو د څېړنو پر بنسټ، ملاخیل د جولای پر ۲۲مه د وارویکشایر په نانیتون ښار کې پر دې ماشوم برید کړی و. څلور ورځې وروسته هغه ونیول شو. د کمرې ثبت شوې صحنې هم ښيي چې یو سړی د پېښې له رامنځته کېدو لږ وړاندې له قرباني سره په لاره روان دی.
دې قضیې په بریتانیا کې سیاسي غبرګونونه راپارولي دي. د اصلاحاتو د ګوند مشر نایجل فراج پولیس تورن کړي چې د تورنو د هویت په اړه معلومات پټوي. پولیس بیا ټینګار کوي چې د ملي تګلارې له مخې د مشکوکو کسانو قومیت او مهاجرتي وضعیت نه خپروي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي، دواړه تورن په نږدې کرایه شوو هغو کورونو کې اوسېدل چې د سیرکو شرکت تر مدیریت لاندې و.
تمه ده د دې قضیې بله اورېدنه د نومبر پر ۲۱مه وشي او اصلي محاکمه د راتلونکي کال د جنورۍ پر ۲۶مه ترسره شي.
