افغانستان سوداګري

پخواني ولسمشر حامد کرزي د میرویس عزیزي تازه پانګونه د هیواد لپاره مهمه وبلله

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د یو مخکښ افغان پانګوال میرویس عزیزي سره د لیدنې پر مهال د هغه د نوې پروژې ملاتړ وکړ او د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره یې دغه ډول هڅې ارزښتناکې وبللې.

په دې لیدنه کې کرزي د برېښنا او انرژۍ په برخه کې د ښاغلي عزیزي د پانګونې او د پروژې د عملي چارو پر پیل خوښي څرګنده کړه. هغه زیاته کړه چې افغانستان د اوږدمهاله ثبات او اقتصادي ودې لپاره د خصوصي سکتور نوښتونو ته اړتیا لري.

پخواني جمهور رئیس وویل چې د انرژۍ برخې پانګونه نه یوازې د هېواد د بیخبناوو په پیاوړتیا کې مهم رول لري؛ بلکې خلکو ته د کار د زمینې په برابرولو سره د ورځنۍ بېوزلي په ختمولو کې هم رول لري. نوموړي د عزیزي هڅې د یوې مثبتې بیلګې په توګه یادې کړې او له نورو پانګوالو یې هم غوښتنه وکړه چې د هېواد د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ورته پروژو ته زړه ښه کړي.

کارپوهان وایي، د افغانستان په انرژۍ سکتور کې د عزیزي ګروپ پانګونه کولای شي څو اړخیزې اغېزې ولري. له یوې خوا به د برېښنا د تولید او وېش په برخه کې د خلکو اړتیاوې پوره کړي، او له بلې خوا به د صنعتي برخې د ودې، د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جذب او د کار د زمینې د رامنځته کېدو لپاره نوې دروازې پرانیزي. د دوی په باور، افغانستان چې تر ډېره د ګاونډیو هېوادونو له وارداتي برېښنا سره تړلی پاتې شوی، د دې ډول پروژو له لارې د انرژۍ په برخه کې پر ځان بسیا کېدای شي او دا به د اقتصادي خپلواکۍ پر لور یو مهم ګام وي؛ خو د دغه کار پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه د طالبانو آټوکراټیک حاکمیت دی، چې  پانګوال به په اسانۍ زړه ښه نه کړي چې په هیواد کې  پانګونه وکړي.